د چين د بهرنيو چارو وزارت د جون په ۵مه نېټه د کيوبا پر دولت رئيس باندې د امریکا د بنديز په اړه خبرې کړې دي.
یاد وزارت ویلي، چې امريکا په علني ډول د کيوبا پر دولت رئيس بنديز لګولی او د امريکا داسې کړنه يې تسلط او زورزياتی بللی او ورسره يې کلک مخالفت څرګند کړی. د دې وزارت په خبره، د کيوبا ثبات د نړيوالې ټولنې له غوښتنې سره سمون لري او امريکا به د کيوبا په کرکېچ سره خپل ځان ته زيانونه ورسوي.
چين له امريکا څخه غوښتي، چې سمدلاسه پر کيوبا بنديزونه او هر ډول ګواښ لغوه کړي او د دې هېواد د خلکو د ژوند او پرمختګ پر حقونو تيري بند کړي. چين به د تېر په څېر له کيوبا څخه کلک ملاتړ وکړي، چې ملي حاکميت او امنيت خوندي وساتي او له بهرنۍ لاسوهنې سره مخالفت څرګند کړي.



































