د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ به د جون له ۸مې نېټې څخه تر ۹مې نېټې پورې د کوريا د ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند د عمومي منشي او د دولتي شورا د رئيس کيم جونګ اون په بلنې له دغه هېواد څخه رسمي لیدنه وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جون په ۵مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ویلي، چې شي جين پينګ به له ۷ کلن ځنډ وروسته له ډيموکراتيکې کوريا څخه رسمي ليدنه وکړي.
ټاکل شوې، د دواړو هېوادونو مشران به د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړي.
ماونينګ ويلي، د چين او ډيموکراتيکې کوريا ترمنځ دوستانه همکاريزو اړيکو د دواړو مشرانو د لارښوونې په رڼا کې سالم او ثابت پرمختګ موندلی او دواړو هېوادونو او هم یې خلکو ته ګټې رسولې دي.
د هغې په خبره، سږ کال د چين او ډيموکراتيکې کوريا د دوستانه همکاريز تړون د لاسلیک له ۶۵مې کليزې سره برابر دی، دواړه خواوې به په همدې مناسبت خپلمنځي اړيکو ته پياوړې وده ورکړي، خلکو ته به ګټې ورسوي، د سيمې او حتی د نړۍ د سولې، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا لپاره به زیات خدمتونه وکړي.



































