د چين د سوداګرۍ وزارت په دې وروستيو کې خبر ورکړ، چې د روان ۲۰۲۶م کال له جنورۍ څخه تر اپرېل پورې د چين د خدماتو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۲۴۸۵ ميليارد او ۳۲۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي.
د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د چين د خدماتو په وارداتو او صادراتو کې داسې ځانګړتياوې ښيي: پر پوهنې د متمرکز صنعت د خدماتو صادراتو چټک پرمختګ موندلی دی. د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د دغه صنعت د خدماتو د وارداتو او صادراتو ارزښت ۱۱۰۴ ميليارد او ۱۸۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ اعشاريه يو سلنه زياتوالی ښيي او د خدماتو د وارداتو او صادراتو په حجم کې يې ۴۴ اعشاريه ۴ سلنه برخه نيولې. په همدې موده کې پر پوهنې د متمرکز صنعت د خدماتو صادرات ۵۴۴ میليارد او ۹۰ ميليونو يوانو ته رسېدلي، چې د تېر کال د ورته شمېر په پرتله ۱۱ اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی ښيي.




































