د لاووس د خلکو د انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس تونګلون سيسوليټ د جون په ۳مې نېټې د چين په هانګجو ښار کې له سي جي ټي اېن سره ځانګړې مرکه وکړه.
تونګلون په مرکه کې د لاووس د پرمختګ لپاره د چین-لاووس ریل پټلۍ د خدمتونو ستاینه وکړه او ویې ویل، دغه ریل پټلۍ د لاووس پرمختيايي بڼه ډېره ښه کړې او د لاووس د خلکو یو خوب یې رښتیا کړی دی.
تونګلون وویل:(( لاووس مخکې ریل پټلۍ نه درلوده، خو اوس يې د چین-لاووس ریل پټلۍ خپله کړې او دا د چټک سرعت ريل پټلۍ ده. د لاوس خلک پر دغه رېل پټلۍ وياړي او دا د دوی لپاره یې یو خوب رښتیا کړی دی.))




































