د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د نمکسار کان د دویم بلاک د استخراج تړون د څه باندې ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت له یوې خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی دی.د کانونو او پټرولیم وزیر مولوي هدایتالله بدري ویلي، چې دغه ۱۵ کلن تړون له رد ګولد آسیا ماینینګ سره شوی او شرکت به د استخراج شوې هر ټن مالګې په بدل کې دولت ته ۱۵۰۰ افغانۍ حق الامتیاز ورکوي. د نوموړي په وینا، د پروژې موخه د طبیعي سرچینو معیاري استخراج، د ملي عوایدو زیاتوالی او د کاري فرصتونو رامنځته کول دي. د قراردادي شرکت مسوولینو ویلي، چې د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې به نږدې یو میلیون ډالر پانګونه وکړي او د کان د استخراج له پیل سره به شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.




































