د چین د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې، د چین د سافټویر سوداګرۍ عاید ۴۶۶۸ ملیارډ او ۶۰۰ میلیون یوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰ اعشاریه ۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې، د چین د معلوماتي ټېکنالوژۍ د خدمتي چارو عاید ۳۱۳۳ ملیارډ او ۲۰۰ میلیون یوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی لري او د ټول صنعت عاید ۶۷ اعشاریه ۱ سلنه جوړوي.



































