د چین د ترانسپورت وزارت د جون په ۶مه نېټه د فوجیان او ګوانګ دونګ ولایتونو د سمندري چارو ادارو په شمول یو شمېر څانګې تنظیم کړې ترڅو د تایوان ټاپو په ختیځ سمندر کې ځانګړي تطبیقي عملیات ترسره کړي. د دې عملیاتو موخه په سمندر کې د چین د اداري واک په بشپړه توګه پلي کول، د سمندري ترافیکو خوندیتوب ډاډمن کول او د ملي ګټو ساتنه ده.
جاپان او فیلیپین په دې وروستیو کې په یو اړخیز ډول د چين د تایوان ټاپو په ختیځ کې د سمندري پولې د ټاکلو په اړه د خبرو اترو پیل اعلان کړی، کوم چې د چین له ځمکني حاکمیت او سمندري حقونو جدي سرغړونه کوي. په ځواب کې چین یاد اړین عملیات تر سره کوي.



































