د چين مېډيا ګروپ د چيني ژبې د نړيوالو پروګرامونو مرکز د جون په ۵مې نېټې د های نان ولايت په سان يا ښار کې د جنوبي سمندرګي د امنيت او سمسورتيا په پار د څپو او اوازونو په نوم فعاليت اجرا کړ.
د چين مېډيا ګروپ د جنوبي سمندرګي چارو د کارپوهانو کمېټې چيني او بهرنيو کارپوهانو په دې فعاليت کې د جنوبي سمدرګي د ادارې، همکارۍ او سيمه ييز امنيت پر مسئلو د نظريو تبادلې کړې او پرې يې غږ کړی، چې اړوند لوري بايد ګډې نظريې راغونډې کړي، له موانعو څخه دې ډډه وکړي او د جنوبي سمندرګي د سولې او سمسورتيا لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

د فعاليت ګډونوالو کارپوهانو ويلي، چې که څه هم د جنوبي سمندرګي عمومي وضعيت ارام شوی، خو د بهرنيو ځواکونو لاسوهنه د سيمه ييز امنيت د ګواښ عمده لامل دی. په دې وروستيو کې په پوځي او امنيتي برخه کې د ځينو بهرنيو ځواکونو خطرناک اقدامات او د دغو بهرنيو ځواکونو او فليپين ترمنځ پوځي سازش د دوهمې نړيوالې جګړې وروسته جوړ شوي نړيوال نظام ته سخت زيانونه رسوي او د سيمې هېوادونه بايد ورته جدي پاملرنه ولري.




































