د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خپل امریکایي سیال مایک پومپیو سره په خبرو کې ویلي، د سیمې د سولې او ثبات لپاره د امریکا او پاکستان اړیکې ډېرې مهمې دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې قریشي له پومپیو سره د سیمې پر ثبات او روانو حالاتو له خپل امریکایي سیال سره خبرې کړې دي. هغه په سیمه کې د روان کړکېچ په کمولو کې د امریکا رول ستایلی دی. قریشي په پاکستان کې له ترهګرۍ سره پر کارنده مبارزې امریکایي لوري ته ډاډ ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی به له دې وروسته په هیڅ صورت ترهګرو ته په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ورنه کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه راز د افغان سولې پروسې ته په اشارې ویلي چې په یاد هېواد کې د سولې د ټینګښت هڅې خورا ښې روانې دي او په دې هېواد کې یو بین الافغاني جوړجاړي رامنځته کېدو ته هیلې ډېرې شوې دي. رسنیو د پومپیو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې تر دې یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د هند د دریځ ملاتړ کړی وو.





































