د ا.ا مشر د جهادي مدرسو له استادانو، د دیني خپرونو د څار مسوولینو، د دارالایتامونو له مسوولینو او یو شمېر دیني عالمانو سره په لیدنه کې د زدهکړو پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده او د شریعت پلي کېدل د دیني علومو په احیا پورې تړلي دي. شیخ هبتالله اخندزاده زیاته کړې چې «د دیني علومو له احیا پرته په ټولنه کې د دین اقامه ناشونې ده.» نوموړي د مدرسو له استادانو او مسوولینو غوښتي چې د زدهکوونکو په تعلیم، روزنه، عقیدې او فکري جوړښت کې لا ډېرې هڅې وکړي، د هغوی ظاهري او باطني تربیې ته پاملرنه وکړي، له بېګټې چارو یې لرې وساتي، د سالمو فعالیتونو او زدهکړو زمینه ورته برابره کړي او د مطالعې فرهنګ پیاوړی کړي. د ا.ا مشر د خپلو خبرو په پای کې د غفلت څخه د ډډه کولو سپارښتنه هم کړې او ویلي یې دي چې د ادارو مسوولین باید په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې له پوره دقت او مسوولیتپالنې څخه کار واخلي.




































