د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې لوکزامبورګ د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته کړې ده. اوچا ویلي، دا مرسته په داسې مهال ترسره شوې چې په افغانستان کې بشردوستانه اړتیاوې مخ پر زیاتېدو دي. د یاد بنسټ په وینا، دغه مالي ملاتړ به اړمنو کورنیو او ټولنو ته د ژوند ژغورونکو او بېړنیو مرستو په رسولو کې وکارول شي. اوچا ټینګار کړی چې په افغانستان کې د بشري بحران د مدیریت لپاره د نړیوالو مرستو دوام لا هم اړین دی.




































