د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۸مې نېټې په غرمه په ځاګړې الوتکې کې د ډيموکراتيکې کوريا پلازمېنې پينګ يونګ ته ورسېد او له دغه هېواد څخه يې رسمي ليدنه پيل کړه.
د کوريا د ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند عمومي منشي او د دولتي شورا رئيس کيم جونګ اون او مېرمنې يې ري سول جو د پينګ يونګ هوايي ډګر کې رئيس شي جين پينګ ته ښه راغلاست ویلی دی.




































