ایران کې وروستیو سیلابونو له امله زرګونه کسان بې کوره شوي او ورته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې ددې سیلابونو د قربانیانو شمېر ۵۷ تنو ته رسېدلی دی. د ایران د بېړني وضعیت د سازمان ویاند مجتبی خالدي ویلي، سربېره پر وژل شویو ۴۷۸ کسان ټپیان شوي او زرګونه نورو کسانو ته مالي زیانونه اوښتي دي. ایرنا خبري اژانس وایي، دې سیلابونو ډېر تلفات په ګلستان، شېراز، مازندران او لرستان کې اړولي دي. سرچینه کاږي چې دې سیمو کې ډېری لویې لارې هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.





































