د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په ۸مې نېټې د ۲۰۲۶م کال د تمدونونو د ډيالوګ د نړيوالې ورځې لمانځغونډې ته وېډيويي وينا کړې ده.
نوموړي په خپلې وينا کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د هغه نړيوال تمدن نوښت ته اشاره کړې، چې درې کاله مخکې يې نړيوالې ټولنې ته وړاندې کړی دی.
وانګ يي ويلي، د رئيس شي جين پينګ د نړيوال تمدن نوښت کې د مختلفو تمدونونو ترمنځ د همغږۍ او پرمختګ لارښوونې شوي او د تمدنونو سږنۍ نړيواله ورځ يې د ياد نوښت د پلي کولو لپاره مهم تدبیر بللی دی.
نوموړي زیاته کړې، نړيواله ټولنه باید د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره کلتوري بنسټ جوړ او پياوړی کړي.
وانګ يي د تمدنونود ډيالوګ د هڅولو لپاره ۴ وړانديزونه کړي:
۱- نړيواله ټولنه دې متقابل درناوی وساتي او د مختلفو تمدونونو ترمنځ د همغږۍ ګډ ژوند ته دې وده ورکړي.
۲- مختلف هېوادونه دې د تمدنونو د تبادلې بنسټ نور هم کلک کړي.
۳- نړيواله ټولنه دې ميراث او نوښت وساتي او د تمدنونو د پرمختګ لپاره دې هڅې وکړي.
۴- ټول هېوادونه دې د تمدونونو تبادله روانه او متقابلې زده کړې وساتي او د تمدونونو د ډيالوګ ميکانيزم ته دې پرمختګ ورکړي.




































