د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۹مې نېټې په سهار د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند د عمومي منشي او د دولتي شورا د رئيس کيم جونګ اون په ملګرتيا په پلازمېنې پينګ يونګ کې د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند د مرکزي کمېټې د چارواکو له پوهنځي څخه ليدنه وکړه.


دواړو مشرانو د چارواکو پوهنځي د يوې ودانۍ مخې ته په چمن کې نيالګی کېنولی او اوبه یې ورکړې دي.
دغه نیالګی به زرغون او لوی شي او د دواړو هېوادونو د تلپاتې دوستۍ نښه به يادېږي.
د دواړو مشرانو په حضور کې، د يادګار څلي څخه د پردې د پورته کولو مراسم هم ترسره شول.
پر دغه څلي په چيني او کوريايي ژبو دا شعار « د چين او ډيموکراتيکې کوريا دوستي به تل زرغونه وي» حکاکي شوی دی.




































