د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین استازي، فو کونګ ویلي چې افغانستان باثباته شوی او د سیمې او نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره یې خپلې اړیکې پراخې کړې دي. نوموړي د سیمهییز ثبات او اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې د افغانستان پر رغنده رول ټینګار کړی دی. هغه زیاته کړې چې د نړیوالې ټولنې دوامداره همکاري کولی شي د افغانستان د تلپاتې پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره کړي. د چین استازي همداراز ویلي چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پراختیا به د متقابلو همکاریو او باور د پیاوړتیا لامل شي.




































