د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هرمز تنګي ته نږدې امریکايي چورلکې غورځېدلې، خو سپاره پیلوټان یې روغ او خوندي پاتې دي. ټرمپ ویلي چې په پېښه کې هېڅوک نه دي ټپیان شوي او د حکومت له لوري به د دې موضوع په اړه رسمي راپور خپور شي. تر اوسه د چورلکې د غورځېدو لامل نه دی روښانه. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د یادې چورلکې د عملې غړي ژغورل شوي دي.




































