د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دغه هېواد به له افغانانو، په ځانګړې توګه ښځو او نجونو، خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي چې میلیونونه افغانان له بشري ستونزو سره مخ دي او اقلیمي بدلونونو هم د هغوی وضعیت لا پسې سخت کړی دی. د راپور له مخې، بریتانیا تېر کال افغانستان ته څه باندې ۲۰۰ میلیونه مرسته ځانګړې کړې وه، چې له امله یې ۲.۷ میلیونه کسان برخمن شوي دي. بریتانیا زیاته کړې چې له مرستو برخمنو شویو کسانو کې ۱.۷ میلیونه ښځې او نجونې وې او دغه هېواد لا هم ژمن دی چې د خپلو مرستو نیمایي برخه ښځو او نجونو ته ځانګړې کړي.




































