سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چین او ډیموکراتیکې کوریا د اړیکو د لوړې کچې پراختيا

جون 10, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئیس شي جين پينګ د جون له ۸مې نېټې څخه تر ۹مې نېټې پورې له کوریا ډیموکراتیک ولسي جمهوریت څخه رسمي لیدنه وکړه.

دا په روان کال کې بهر ته د نوموړي لومړی سفر و او تر ۷ کلن ځنډ وروسته يې له ډیموکراتیکې کوریا څخه رسمي لیدنه وکړه.

شي جین پینګ د دې سفر په ترڅ کې له کیم جون اون سره د چین او ډیموکراتیکې کوریا دودیزه دوستي یاده کړې او ځينې هوکړې یې ورسره کړې دي.

دواړو سیالانو د چين او ډیموکراتیکې کوریا د اړیکو پر پرمختیا د نظریو تبادلې کړي، په نوې زمانې کې د خپلمنځي اړیکو لوری يې پياوړی او ستراتيژیکې لارښوونې یې کړي او مهمې اجماع ته رسیدلي دي.

دواړو سیالانو هوکړه کړې، چې د سوسیالیزم د برخلیک او راتلونکي ته په کتو او د زمانې له تمایل او د خلکو ګډو امیدو سره سم به خپلمنځي لوړ پوړی تګ راتګ پیاوړی کړي، ستراتیژیکې تبادلې به ژورې او عملي همکارۍ به پراخې کړي، د خلکو ترمنځ تفاهم به زیات کړي، د چین او ډیموکراتیکې کوریا د اړیکو د لوړې سویې ټینګښت به وهڅوي، د سوسیالیزم روښانه راتلونکی به جوړ کړي او د انساني ټولنې پرمختګ به وهڅوي.

سږ کال د چين او ډيموکراتيکې کوريا ترمنځ د دوستانه همکاريو او مرستو د تړون د لاسليک له ۶۵ مې کاليزې سره برابر دی او اړیکې يې د تاريخ نوي پړاو ته داخلې شوې دي.

شي جين پینګ ډیموکراتیکې کوریا ته د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ټینګښت په اړه څلور وړاندیزونه کړي دي.

نوموړي ويلي، چين او ډيموکراتيکه کوریا دې د لوړپوړي تګ راتګ له لارې د متقابل سیاسي باور بنسټ ټينګ کړي، خلکو ته د ګټو رسولو په موخه دې د خپلمنځي اغېزمنو همکاريو سویه لوړه او د دوستۍ د پراختیا له لارې دې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تفاهم پیاوړی کړي او د عدالت او مساواتو په نظر کې نيولو سره دې د ستراتيژیکو همکاریو منځپانګه نوره هم زیاته کړي.

دغه څلور وړاندیزونه د چين او ډيموکراتيکې کوريا د دولتونو او ګوندونو د اړیکو ټينګښت پياوړی کولی شي، د انسانانو د تاریخي پرمختګ له فرصتونو څخه په استفادې خپلمنځي دودیزې دوستۍ ته د زمانې نوې محتوا او پياوړی حیاتي ځواک او د دواړو هېوادونو د لوړې سویې پرمختګ لپاره فکري لارښوونې او عملي لارې چارې برابرولی شي.

د چین او ډیموکراتیکې کوریا د مشرانو لارښوونې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې تر ټولو لوی غوره والی دی.

تاریخ ته په کتو، د چین او ډیموکراتیکې کوریا پخوانیو مشرانو یو له بل سره ډېره ښه راشه درشه کړې او نږدې اړيکې يې ساتلې دي.

شي جين پينګ او کیم جون اون په دې وروستیو کلونو کې څو ځلې لیدنې کړي، نږدې ستراتیژیکې تبادلې یې ساتلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ټینګښت پلان یې ټاکلی دی.

عملي همکارۍ د چین او ډیموکراتیکې کوریا د اړیکو د ټینګښت مهم خوځنده ځواک بلل کېږي.

تمه ده، دواړه هېوادونه د نویو فرصتونو په کارونې سره د اقتصاد او سوداګرۍ، کرنې، ساختمانۍ، ټکنالوژۍ او طبي چارو په شمول ځینو برخو کې همکارۍ نورې هم پراخې کړي، د خلکو ترمنځ تګ راتګ زیات او د خپلمنځي همکاريو بالقوه ځواک ښکاره کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته زیاتې ګټې ورسوي.

د ګډ برخلیک پر اساس دودیزه دوستي د چین او ډیموکراتیکې کوریا د اړیکو د ټینګښت ژور بنسټ دی.

د چین او ډیموکراتیکې کوریا پخوانيو اتلانو او قربانیانو خپلې وينې بهولي او ان خپل خوږ ژوند يې قربان کړی، خو د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ عنعنوي دوستي یې ساتلې او خپلمنځي اړيکې يې د زمانو له توپانونو او بدلونونو سره سره ساتلې دي.

باکيفیته ستراتیژیکې همکارۍ د چین او ډیموکراتیکې کوریا د نوې زمانې د اړیکو منځپانګه ده.

دواړه هېوادونه به خپلمنځي ستراتیژیکه همغږي پیاوړې کړي او د خپل حاکمیت، امنیت او د پرمختګ ګټې او د سیمې سوله او ابادي به وساتي.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In