د کلاسیکو مطالعاتو دوه ورځنۍ دوهمه نړیواله غونډه د جون په ۹مې نېټې د یونان په اتن ښار کې پرانیستل شوه.
دغه غونډه ” د لرغوني او اوسني وخت ترمنځ خبرې: د کلاسیکې پوهې عصري الهام” په سرليک ترسره کېږي، چې د چین او یونان د اړوندو مسؤلینو، د بېلا بېلو هېوادونو د کلاسیکو مطالعاتو کارپوهانو او په یونان کې د اړوندو هېوادونو سفیرانو په شمول څه دپاسه ۲۰۰ استازو ګډون کړی و.
د کلاسیکو مطالعاتو لومړۍ نړیواله غونډه د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د چین په پلازمېنې بېجینګ کې ترسره شوې وه.
د غونډې ګډونوالو ویلي، چین او یونان د لومړۍ غونډې پایلې پلې کړي او د کلاسیکو مطالعاتو په برخه کې يې د خبرو او نظر تبادلې شبکه جوړه کړې ده.
د چین د کلاسیک تمدن د څېړنیز انسټيټیوټ په شمول ځينو ادارو د کلاسیکو مطالعاتو د پرمختګ، د انساني تمدنونو ترمنځ د متقابل زده کړې، تبادلې او ادغام د هڅولو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.





































