ملي پراختیا شرکت د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ د تګاب تخت، ګلورز او ګواخ د حوزو د سکرو د پلور اعلان کړی دی. د یاد شرکت په وینا، دغه سکاره د لوړې حرارتي ارزښت لرونکي دي او له ۷۰۰۰ څخه زیاته تودوخه تولیدوي. ملي پراختیا شرکت ویلي چې دغه سکاره په ټیټو تعرفو او مالیو بازار ته وړاندې کېږي، څو د تولیدي لګښتونو په کمولو او د سوداګرۍ په پیاوړتیا کې مرسته وکړي. همداراز ټینګار شوی چې د بار وړلو او تسلیمۍ په بهیر کې لازمې اسانتیاوې هم رامنځته شوې دي، څو سوداګرو ته د کار زمینې لا اسانه شي.





































