د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس، سید کریم هاشمي، په کابل کې د روسیې له سفیر، دیمیتري ژیرنوف، سره کتلي. په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ د پراختیا، پانګونې، د سوداګریزو پلاوو د تبادلې او د افغانستان او روسیې د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې. په دې ناسته کې ټینګار شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا کولی شي د سوداګرۍ کچه لوړه او د پانګونې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.





































