د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د ماشومانو د تغذیې او ودې په مرکزونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو پر ارزښت ټینګار کړی دی. یونیسف ویلي، د کابل په یوه مرکز کې ماشومان د انځورګرۍ، کیسه ویلو او ډلهییزو لوبو له لارې د زدهکړې او ودې فرصتونه ترلاسه کوي، چې د هغوی پر ذهني او ټولنیز پرمختګ مثبت اغېز لري. د یاد بنسټ په وینا، اوس مهال ۵۰ داسې مرکزونه فعالیت کوي چې ماشومانو او د هغوی کورنیو ته د تغذیې او د ماشومتوب د ودې او پرمختګ (ECD) خدمات وړاندې کوي. یونیسف زیاته کړې، د ماشومتوب د ودې او پرمختګ پروګرامونه د ماشومانو فزیکي روغتیا، مناسبه تغذیه، ذهني او ادراکي وده، د ژبې مهارتونه او عاطفي او ټولنیز پرمختګ پیاوړی کوي.





































