د غزني ولایت د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د ښار په ۳ بېلابېلو سیمو کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د درې سړکونو د قیرکولو چارې پیل شوې دي. د غزني ښاروال مولوي ابو محمد ثابت ویلي، یاد سړکونه په ټولیز ډول ۸۵۶ متره اوږدوالی او ۱۰ متره سور لري او د ښار په مهمو سیمو کې به جوړ او قیر شي. د نوموړي په وینا، دغه پروژې د غزني ښاروالۍ د پراختیايي بودجې له لارې تمویلېږي او ټاکل شوې ده چې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. هغه زیاته کړې، د دغو پروژو موخه د ښاري ښکلا ښه کول، د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمول او ښاریانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرول دي.





































