په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي دای څونګ د جون په ۱۰مه نېټه د امنيت شورا ”په منځني ختيځ کې د سولې هڅونه: منځګړيتوب او ډيالوګ“ يوې علنۍ مباحثوي غونډې کې ۴ فقره ييز وړانديز کړی دی.
فو څونګ په خپلې وينا کې ویلي، د منځني ختيځ حالات ترينګلي دي، چې دا نه يوازې د سيمې سوله او ثبات زيانمنوي، بلکې د نړيوال اقتصاد او انرژۍ پر خونديتوب هم بد سیوری غوړوي او د مختلفو هېوادونو ګټې زيانمنوي.
نوموړي پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې په منځني ختیځ کې په عادلانه دريځ سوله وهڅوي او په همدې اړه يې ۴ فقره ييز وړانديز کړی دی:
۱- مختلف هېوادونه دې پر سياسي حل ټينګار ولري او په سوله ييز چلند دې اوسنۍ شخړه حل کړي.
۲- مختلف هېوادونه دې پر عدالت او برابرۍ ټينګار وکړي او د نړيوالو قوانينو په رڼا کې دې د سيمې ثبات وساتي.
۳- بېلا بېل هېوادونه دې پر خپلواکۍ او ځانبسياينې ټينګار ولري او په يووالي او همکارۍ دې ګډ امنيت رامنځته او وساتي.
۴- مختلف هېوادونه دې له بيخ نه ټولې ستونزې لرې کړي او په پرمختګ او سمسورتيا دې تلپاتې سوله او ثبات وساتي.





































