سي جي ټي اېن د خبري رسنيو د ۵م نړيوال نوښتي فورم د جوړېدو پر مهال په انګليسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو انټرنېټي سروې ترسره کړې ده.
په دغې سروې کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۷۴۳۸ انټرنېټ کاروونکو برخه اخيستې او خپلې نظريې څرګندې کړې دي.
د سروې ګډونوالو ويلي، چې داسې رسنيز سيسټم باید جوړ شي چې ټول پيدايښت د رسنيو رول لوبولی شي او انسان او ماشين په همغږۍ کارونه وکړي.
دوی پر دې نظر دي، چې مصنوعي ځيرکتيا د رسنيو د توليدي قوت د نوي پړاو اصلاحاتو په هڅولو کې مهم رول لوبولی شي.
د سروې ۷۸ اعشاريه ۲ سلنه ګډونوالو ويلي، چې د ځيرکتيا په زمانې کې د خبري رسنيو د راپور طريقې د مصنوعي ځيرکتيا تر اغېزې لاندې له ژورو بدلونونو سره مخ دي.
د سروې ۷۱ اعشاريه ۷ سلنه ګډونوالو ويلي، چې د ځيرکتيا په زمانې کې به خبري رسنۍ د تمدن د ساتلو او د کلتور د خپرولو په برخو کې ډېر مهم رول ولوبوي.





































