د چين او جنوبي اسيا لسم نندارتون د جون په ۱۱مې نېټې په کون مينګ ښار کې پرانيستل شو.
د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې مرستيال هه وې د دغه نندراتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، چين له تېرو څو کلونو راهيسې د جنوبي اسيا له هېوادونو سره د همکارۍ، ورخلاصون او ټولشمولیت د اصولو په رڼا کې د کمربند او لارې نوښت او د جنوبي اسيا د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيک پيوستون ته وده ورکړې او په بېلا بېلو برخو کې يې ورسره همکارۍ ژورې کړي دي.
هه وې ويلي، چين په ۲۰۲۵م کال کې د څوارلسم پنځه کلن پلان بشپړ کړی او د اقتصاد، علمي ټېکنالوژۍ او ملي يووالي او ځواک په برخو کې د پرمختګ نوي پړاو ته داخل شوی دی.
هغه ويلي، هېواد به يې د جنوبي اسيا له هېوادونو سره د سمسورتیا د همکاريو نوې پاڼه پرانېزي.





































