د ۲۰۲۶م کال لپاره د بشري حقونو د نړيوالې ادارې لوړ پوړی فورم د جون په يوولسمې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شو.
د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړي او د دې مرکزي کمېټې د اطلاعاتو او نشراتو څانګې مشر لي شوو لې هم ګډون او وينا کړې ده.
د فورم ګډونوالو مېلمنو ويلي، رئيس شي جين پينګ بشري حقونو ته درناوی لري او ډاډمتنتيا ته یې په درنه سترګه ګوري. نوموړي په ۲۰۲۳م کال کې د بشري حقونو د نړيوالې ادارې لوړ پوړي فورم ته د مبارکۍ پيغام هم ليږلی و او د بشري حقونو د ساتنې او ودې لپاره يې د امنيت، پرمختګ او همکارۍ وړانديزونه کړي وو.
د فورم ګډونوالو ويلي، چين د زمانې د عمده جريان او خپل حالت له مخې د بشري حقونو د پرمختګ پر مناسبې لارې ټينګار کړی، د بشري حقونو د څلورو پړاوونو دولتي عملياتو پلانونه يې بشپړ کړي، د چيني شکله عصري کېدو په بهير کې يې د بشري حقونو د ډاډمنتيا کچه لوړه کړې او په اړوندو چارو کې يې مهمې لاسته راوړنې لري.
په يادو مراسمو کې (( له ۲۰۲۶م کال څخه تر ۲۰۳۰م کال پورې د چين د بشري حقونو د دولتي کړنو پلان )) هم خپور شوی دی.





































