د افغانستان لپاره د یونیسف د دفتر سرپرست چارلس نزوکي وايي چې د ماشومانو کار لا دمخه په افغانستان کې د ډیری ماشومانو ژوند اغیزمن کړی دی. نوموړي ویلي، چې د بېوزلۍ زیاتوالی، د کډوالو کورنیو پراخ بېرته راستنېدل، او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه د دې لامل شوي چې نور ډېر ماشومان له زدهکړو بېبرخې شي.





































