د ورشو د خواړو نندارتون د جون له ۹مې نېټې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې د پولنډ په پلازمېنې ورشو کې ترسره شو، د لبنیاتو تولید او زیتون غوړو په شمول د منځنۍ او ختیځې اروپا ډېر ځانګړتیا لرونکي محصولات دغه نندارتون ته ښودل شوي او زیاتې تصدۍ د چیني بازار بالقوه ځواک ستايي او له چین سره د همکارۍ پیاوړتیا ته په تمه دي.
اړوند سوداګرو ویلي، د چین ـ منځنۍ او ختیځې اروپا د همکاریز میکانیزم په مټ، د چین بازار او د عرضې ځنځیر وړتیاوو د منځنۍ او ختیځې اروپا د هېوادونو تصديو لپاره ډېر ګټور فرصتونه برابر کړي، په دې سره د دواړو خواوو د خواړو معاملې او د همکارۍ بالقوه ځواک په دوامداره توګه غښتلی ښکاري.





































