د چین د لوجستیک او پېر فدراسیون د جون په ۱۳مه نېټه په تېرې مې میاشت کې دغه هېواد کې د انلاین سوداګرۍ د لوجستیک ګراف په اړه راپور خپور کړ چې له مخې يې دغه ګراف د تېر اپرېل په نسبت صفر اعشاریه ۴ سلنه لوړ شوی دی.
په دې راپور کې راغلي، د چین په کلیوالو سیمو کې د انلاین سوداګرۍ لوجستیکي چارو ته اړتیا لوړه شوې او اړوند شاخص یې هم لوړ شوی دی.
په تېرې مې میاشت کې د انلاین سوداګرۍ د لوجستيکي چارو عمومي اندازه او په کلیوالو سیمو کې د لوجستیکي چارو اندازه په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په نسبت شل سلنه زیاتوالی ښيي.





































