د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې «تروټ سوشال» لیکلي، چې تمه کېږي په منځني ختیځ کې د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه یوه هوکړه د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي. نوموړي زیاته کړې، چې له هوکړې وروسته به د هرمز تنګی د ټولو هېوادونو پر مخ پرانیستل شي. خو د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې احتمالي هوکړه به د یکشنبې په ورځ لاسلیک نه شي، چې دا دریځ د ټرمپ له څرګندونو سره په ټکر کې دی. له دې وړاندې پاکستان، چې د ایران او امریکا ترمنځ په خبرو کې د منځګړي رول لوبوي، ویلي وو چې د هوکړې د لاسلیک امکان د یکشنبې په ورځ شته. ټرمپ همداراز ادعا کړې چې متحده ایالات به د ایران غني شوی یورانیم ترلاسه او له منځه یوسي، خو د دې موضوع په اړه د ایران رسمي غبرګون لا نه دی خپور شوی.





































