د شانګهای ۲۸مې دورې نړيوال فلمي فيستوال د جون د ۱۲مې نېټې په شپه د چين په شانګهای ښار کې پرانيستل شو. د چين نامتو فلمي ډايريکټر جانګ يي مو د چيني ژبې فلمونو د وتلو خدمتونو جايزه او نږدې سل کلنې اداکارې ليسا لو د ژوندانه لاسته راوړنو جايزه ګتلې ده.
د شانګهای ۲۸مې دورې نړيوال فلمي فيستوال په موده کې به کابو ۴۲۰ چيني او بهرني فلمونه نندارچيانو ته وړاندې شي.




































