د مغولستان ولسمشر اوخناګين خورېلسوخ د جون په ۱۳مه نېټه د خپل هېواد په پلازمېنه اولاباتور کې د چين له خارجه وزير وانګ يي سره وکتل.
ولسمشر اوخناګين خورېلسوخ د کتنې په ترڅ کې ويلي، د مغولستان او چين اړيکې اوس د سيمه ييزو هېوادونو د اړيکو يوه ښه نمونه ګرځېدلې ده. ده زیاته کړې چې چين د مغولستان دايمي ښه ګاونډی دی او له چين سره دوستي د مغولستان د خارجي سیاست لومړيتوب دی. هغه دغه راز ویلي چې مغولستان د چين دريځ او اندېښنې درک کوي، د يو چين د پېژندنې پر اصل ټينګار لري او تايوان د چين يوه نه بېلېدونکې برخه بولي.

د ده په خبره، مغولستان د تايوان د خپلواکۍ په پار له هر ډول کړنې سره مخالفت کوي او په دې نظر دی چې د هانکانګ، شيځانګ او شينجيانګ مسئلې ټولې د چين کورنۍ چارې دي. نوموړی وايي چې مغولستان به له نورو سره د اړيکو د ټينګښت په پار د چين ګټو ته هېڅ زيان و نه رسوي، د رئيس شي جين پينګ له څو وړانديزونو پوره ملاتړ کوي او غواړي چې له چين سره په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي.
د چين خارجه وزير وانګ يي په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، د چين او مغولستان اړيکو د دوو مشرانو په ستراتيژيکې لارښوونې ټولیز پرمختيايي تمايل ساتلی. دی وايي چې دواړه خواوې يووالي ته رسېدلې چې په سوله کې د ګډ ژوند، يو له بل سره د مرستې او ګټې- ګټې همکارۍ په لور د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ ګډې هڅې وکړي.
د ده په خبره، چين غواړي له مغولستان سره د يادې موافقې د پوره کولو په پار پر اړوندو مشخصو تګلارو او عملي اقداماتو بحثونه وکړي.




































