د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ادارې او د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د یو میلیون او ۹۴۰ زره او ۳۰۸ امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شوی دی. د یاد تفاهملیک له مخې، د غزني، کندهار، زابل، هلمند او هرات ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د ماین پاکۍ فعالیتونه پلي کېږي. د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ادارې لوی رئیس ملا نورالدین ترابي د دغه تفاهملیک د لاسلیک پر مهال ویلي، چې د ماینونو او ناچاوده توکو پاکول د خلکو د خوندیتوب، د کرنیزو ځمکو د بېرته کارونې او د ټولنیز ثبات لپاره مهم ارزښت لري. د مسوولینو په خبره د دې پروژې په عملي کېدو سره به له ماینونو او ناچاوده مهماتو څخه د اغېزمنو سیمو د پاکولو بهیر چټک شي او د زرګونو کورنیو د ژوند خوندیتوب به ورسره ښه شي.





































