د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو معین عبدالرحمن قانت په کابل کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د آسیایي چارو ادارې له جنرال قونسل وي هواشیانګ د چین له سفیر او د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت له مسوولینو سره کتلي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنهکې د افغانستان او چین ترمنځ پر اقتصادي همکاریو او په ځانګړي ډول د مس عینک پروژې د پرمختګ په اړه خبرې شوې دي. چینایي لوري د دواړو هېوادونو ترمنځ لرغونې او دوستانه اړیکې ارزښتناکې بللې او د مس عینک پروژې د روانو چارو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه یې معلومات وړاندې کړي دي. د پروژې مسوولینو هم د کار د پرمختګ، شته ستونزو، اړتیاوو او وړاندیزونو په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي. عبدالرحمن قانت د دغو څرګندونو له اورېدو وروسته ویلي، چې د مس عینک پروژه د افغانستان او چین لپاره ستر اقتصادي اهمیت لري او د افغانستان د خلکو لپاره هم د پانګونې، اقتصادي ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو له پلوه ارزښتناکه پروژه بلل کېږي.





































