د بلوچستان ځايي حکومتي اداره وايي چې منظور پښتین احساساتي ویناوې کوي او غواړي خلک د حکومت پر وړاندې وپاروي نو ځکه یې بندیزونه ورباندې لګولي او دغه سیمې ته نه شي ورتللی. منظور پښتین بیا ویلي، چې دا د پاکستاني حکومت د فشارونو تاثیر دی، ځکه نو پښتنو ته څوک پر خپله خاوره د تګ راتګ اجازه نه ورکوي. دده په خبره د پاکستان حکومت هڅه کوي د پښتنو د عدالتغوښتنې دا راپورته شوی غږ چوپ کړي او په ټولو امکاناتو دا غواړي چې د پښتونژغورنې غورځنګ وځپي. هغه د بشري حقونو پر نړیوالو ادارو او بنسټونو غږ کړی چې د پاکستان د ورته نارواوو مخه ونیسي.





































