سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چین او جنوبي اسیا نندارتون د سیمې د هېوادونو لپاره فرصتونه برابروي

جون 15, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

د چین او جنوبي اسیا لسم نندارتون د جون له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې د چین د یون نان ولایت په کون مینګ ښار کې ترسره شو.

د چین دولت رئیس شي جين پينګ دغه نندارتون ته د مبارکۍ پيغام لېږلی او پکې يې لیکلي، چې هېواد به یې له بېلا بېلو هېوادونو سره د چین او جنوبي اسیا نندارتون په ډګر کې ګډ پرمختګ، يووالی او همکارۍ وهڅوي، همکاريو ته به دوامداره وده ورکړي، د کمربند او لارې باکیفیته پرمختګ به وهڅوي، د نړیوال پرمختګ نوښت د پلي کولو لپاره به کار وکړي او په ګډه به یو سوکاله او ښکلی راتلونکی رامنځته کړي.

چین او د جنوبي اسیا هېوادونه په جغرافیایي لحاظ نږدې دي او له زرګونو کالونو راهیسې سوداګري او کلتوري تبادلې لري.

یون نان ولایت ځانګړې جغرافیایې بڼې لري او له اوږدې مودې راهیسې جنوبي او جنوب ختیځې اسیا ته د چین مهمه دروازه ده.

په ۲۰۰۷م کال کې، د چین په پلازمېنې بېجینګ کې د جنوبي اسیا هېوادونو د توکو نندارتون ترسره شو او چیني بازار ته د جنوبي اسیا د ځانګړو محصولاتو د ننوتلو کړکۍ پرانیستل شوه.

له ۲۰۰۹م کال راهیسې، په کون مینګ ښار کې د جنوبي اسیا هېوادونو د توکو نندارتون ترسره کېږي. دغه نندارتون د یونان جغرافیایي غوره والی رابرسېره کړی او هم جنوبي اسیا ته نږدې دی.

د اقتصاد د نړیوال کېدو او سیمه ییز ادغام برتريو او رجحاناتو ته په کتو، د چین دولتي شورا په ۲۰۱۲م کال کې د جنوبي اسیا د هېوادونو د توکو نندارتون د چین او جنوبي اسیا نندارتون نوم ته واړوه.

دغه نندارتون اوس په کونګ مینګ ښار کې موقعیت لري او هملته ترسره کېږي.

دغه نندارتون د چین د سوداګرۍ وزارت او د یون نان ولایتي حکومت لخوا په ګډه جوړېږي او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ لپاره یو مهم ډګر او جنوبي او جنوب ختیځې اسیا ته د چین د ورخلاصون ستراتیژیک مرکز بلل کېږي.

د چین او جنوبي اسیا لومړی نندارتون په ۲۰۱۳م کال کې “د چین او جنوبي اسیا ترمنځ جامع همکارۍ او پرمختګ ته وده ورکول” په سرليک ترسره شو، چې پکې  ۴۲ هېوادونو او سیمو ګډون کړی و او د چین او جنوبي اسیا هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګټو د همکاريو یو نوی څپرکی يې پرانېست.

د چین او جنوبي اسیا هر نندارتون د جنوبي او جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو زرګونه تصدۍ راجلبوي او د سیمه ییزې همکارۍ په وده کې مهم رول لوبوي.

په کون مینګ کې د بنګلادېش د کونسلګرۍ عمومي سوداګریز کونسل رشید رسنيو ته ويلي، چین د جنوبي اسیا لپاره یو لوی بازار او د بنګلادېش تر ټولو لوی سوداګریز همکار دی.

نوموړي هيله ښودلې، چې دواړه هېوادونه متقابلو ګټو او اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ته وده ورکړي او خپل صادرات پراخ کړي.

د سریلانکا د سوداګرۍ، خوراکي امنیت او همکارۍ پرمختګ وزیر واسنتا سماراسینګ رسنيو ته ويلي، چین نړیوال اقتصاد ته دوامدار ثبات او ډاډمنتیا برابره کړې او په نړۍ کې بل هېواد د چین په څېر جنوبي اسیا ته ډېر مهم پراختیایي فرصتونه نه دي برابر کړي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In