چيو شي مجله به د جون په ۱۶ مې نېټې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ يوه مهمه مقاله پر دې سرليک “د تعليم، ساینس او ټیکنالوژۍ پرمختګ او د استعدادونو روزل” خپره کړي.
شي جين پينګ په دې مقالې کې ليکلي، تعلیم، ساینس، ټیکنالوژي او استعداد د يوه عصري سوسیالیستي هېواد د هراړخيزې ابادۍ لپاره بنسټیز او ستراتیژیک ملاتړ برابروي.
شي جين پينګ لیکلي، چينایان باید تعليم ته لومړیتوب ورکړي، په ساینس او ټیکنالوژۍ کې د ځان بسیاینې اصل ته غاړه کېږدي او د تعليم، ساینس، ټیکنالوژۍ او استعداد د سیسټمونو او میکانیزمونو جامع اصلاحات پرمخ بوځي، څو د ساینس او تعليم له لارې د ملت د پیاوړتيا او د استعدادانو په مټ د ملت د غښتلتيا پلانونه بشپړ شي.





































