د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولینو خبر ورکړی چې له پاکستان او ایرانه تیره ورځ۴۷۲ کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۲۵۲۳ کسانو ته رسېږي، په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړې دي. د یاد کمېسیون د مالوماتو له مخې، له دغو کورنیو څخه ۳۷۵ کورنۍ د تورخم، ۳۷ کورنۍ د سپین بولدک، ۴۴ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله او ۱۶ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي چې په همدې موده کې ۵۹۵ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او له ۶۲۳ کورنیو سره بېلابېلې مرستې ترسره شوې دي.





































