د پولنډ پوله ساتو ځواکونو اعلان کړی چې ۴۵ پناهغوښتونکي یې د لیتوانیا له پولې د ناقانونه اوښتو په تور نیولي دي. د چارواکو په وینا، په دغو کسانو کې د افغانستان، سومالیا، سوډان او ایتوپیا وګړي شامل دي. د پولنډ د سرحدي ساتنې ادارې همداراز ویلي چې یوه ۵۲ کلنه اوکراینۍ ښځه یې د انسانانو د قاچاق په تړاو نیولې ده. ویل کېږي نوموړې د کډوالو د ناقانونه لېږد او د پولې د اوښتو په تنظیم کې لاس درلود. چارواکي زیاتوي چې ټول نیول شوي پناهغوښتونکي د پولنډ او لیتوانیا ترمنځ د موجودې هوکړې له مخې بېرته لیتوانیا ته سپارل شوي دي. د راپورونو له مخې، د پولنډ او لیتوانیا ګډه پوله په وروستیو کلونو کې د هغو کډوالو او پناهغوښتونکو له مهمو لارو څخه ګرځېدلې چې غواړي د لوېدیځې اروپا هېوادونو ته ځان ورسوي. له همدې امله اروپايي هېوادونو د خپلو ختیځو پولو امنیتي تدابیر لا سخت کړي دي.





































