سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

زه به له ځانه تېر شم، خو د خلکو هيلې به مړاوې نه کړم

جون 16, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين د شاان شي ولایت په ليانګ جياهه کلي کې يوه داسې حاصل خیزه کرونده شته، چې له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې ترې ځايي اوسېدونکي ګټه اخلي.

شي جين پينګ په ۱۹۷۴م کال کې، چې هغه مهال تنکی ځوان و، په ليانګ جياهه کلي کې د چين د کمونېست ګوند غړيتوب ترلاسه کړ او څه موده وروسته په همدې کلي کې د ګوندي څانګې منشي شو.

هغه مهال د ليانګ جياهه کلي شاوخوا ډېره ځمکه للمه وه او اوبه یې نه درلودې. بزګرانو د کرکيلې پر مهال ډېر کوښښونه کول، خو حاصلات به يې ډېر کم او عوايد به یې په نشت برابر وو.

شي جین پينګ د ګوندي څانګې د منشيتوب د ماموريت له پيل وروسته په ياد کلي کې د کليوالو په مشرۍ يو چيک بند جوړ کړ. نوموړي همغه مهال وويل: ((که چېرې دلته چیک بند جوړ شي، نو ځمکه به حاصل خیزه او له ګټو به يې د ليانګ جياهه کلي راتلونکي نسلونه هم برخمن شي. نو مونږ باید په هر صورت کې دا کار وکړو!))

شي جين پينګ د خلکو په ستونزو پوه و، ځکه په کلي کې اوسیده او د دوی ستونزې يې درک کړې وې. هغه دروند مسئوليت پر غاړه اخيستی و او د کليوالو په لارښوونې يې په کلي کې څاګانې، چيک بندونه، پټه داره کرنيز پټي او د متان ګاز ذخېرې جوړې کړې.

کليوالو په لومړيو کې د تولید اوسپنیزې وسیلې هم نه درلودې، خو شي جين پينګ د دغه کلي پښان (اهنګران) راغونډ کړل او د اوسپنيزو وسیلو د جوړولو کارخانه یې ورته تاسیس کړه، څو کليوالو ته اوسپنيزې وسيلې جوړې او هم يې ورته ترمیم کړي. په دغه کلي کې دکان هم نه و، نو کليوال به یې د ورځني ژوند د اړينو توکو د اخيستلو لپاره ډېر لرې بازار ته تلل. شي جين پينګ وروسته د کليوالو په مرسته په دغه کلي کې يو دکان هم پرانيست.

په دغه کلي کې ټوکر ډېر کم وو او خلکو به په لاسونو جامې جوړولې او ډېر وخت به یې پرې تېراوه.

شي جين پينګ د دغه کلي هغه ښځې، چې ګنډنه يې کولی شوه، راغونډې کړې او د جامو کنډلو خیاطي يې ورته جوړه کړه، څو کليوال ترې په کمو پيسو او کم وخت کې جامې واخلي……

شي جين پينګ په ليان جياهه کلي کې اوه کاله تېر کړل او پدې موده کې يې د کليوالو لپاره ډېر ښه کارونه ترسره کړل.

شي جين بينګ (د ۱۹۸۲م کال له مارچ څخه د ۱۹۸۵م کال تر مې پورې) د هه بې ولایت د جنګدينګ ولسوالۍ د ګوندي کمېټې مرستيال منشي او ورپسې د منشي په توګه دنده ترسره کړه او درې کاله يې په همدې ولسوالۍ کې کار وکړ.

هغه د دغه وخت د يادولو په ترڅ کې وويل: ((ما په ۱۹۸۲م کال غوښتل چې مرکزي ادارې پرېږدم او ريښيزې څانګې او خلکو ته ورشم.  زه له ولس سره داسې مينه لرم، لکه څنګه چې له خپل پلار او مور سره مينه لرم.))

( عکس: شي جین پينګ په ۱۹۸۳م کال کې، چې هغه مهال یې د جنګدينګ ولسوالۍ د ګوندي کمېټې د منشي په توګه دنده ترسره کوله، د سړک غاړې کې له خلکو سره ولیدل او د هغوی نظرونه يې واورېدل.)

شي جین پینګ په بېلا بېلو ځايونو کې مختلفې دندې ترسره کړې دي. د هغه دندې، چې هرڅنګه بدلېدې، یعنې دنده یې لوړېده او يا ټيټېده، خو په زړه کې به یې تل خلکو ته لومړيتوب ورکاوه.

هغه يوه ورځ په سوړ ژمي کې په تای هانګ غره کې د کليوالو کورونو ته ورغی او د هغوی د حال احول پوښتنه يې وکړه او داسې یې تشویق کړل: (( که تاسو پوره باور ولرئ، نو للمې ځمکې هم په سرو زرو بدلولی شئ)).

هغه په وولينګ غرنیزه سيمه کې د کليوالو د حال احول پوښتنې پر مهال يوه سپينږیري ته وویل: (( زه د خلکو خدمتګار يم.)) هغه په همدې غرنيزې سيمې کې په درېيو ډولو ترافيکي وسیلو کې يوه بل کلي ته ورسيد او هلته يې د ځايي بېوزلو کلیوالو د حال احول پوښتنه وکړه او ورته يې وويل: ((مونږ باید د هغو سیمو خلک هير نه کړو، چې هلته کمونېست ګوند سخت او اوږدمهاله انقلاب کړی و……))

له ۲۰۱۲م کال راهیسې، کله چې د چين د واکمن کمونېست ګوند ۱۸م ملي کانګرېس ترسره شو، شي جين پينګ له ۱۴ خورا بېوزلو سيمو څخه ليدنه کړې او د بېوزلۍ د کمولو د کارونو په اړه يې شاوخوا ۵۰ ځلې څېړنې کړې دي.

شي جين پينګ هميشه داسې وايي: (( څو چې کلیوال وګړي له بېوزلۍ څخه ونه وځي، زه به يوه ورځ هم ارام ونه کړم.))، ((زه ډېر اندیښمن یم، که کار ښه ترسره نه کړم، نو بالاخره خلکو او تاریخ ته به په ځواب ویلو کې پاتې راشم.))

په چين کې نږدې ۱۰۰ ميليونه نفوس له بېوزلۍ څخه وتلی او نسبتاً شتمنه ټولنه یې جوړه شوې ده او دغه راز په دغه هېواد کې د نړۍ تر ټولو لوی تعليمي سیسټم، د ټولنيز ضمانت سیسټم، طبي سیسټم او د ښاري سيمو د کورونو سیسټم جوړ شوي او د خلکو ژوند کې يې د پام وړ ښه والی راغلی دی. دا هر څه د شي جين پينګ په مرکزيت او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې تر پیاوړې لارښوونې لاندې ترسره شوي دي.

( عکس: د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر ۱۳مه نېټه، شي جین بينګ د شاان شي ولایت په يوه کلي کې د فصل حالت ګوري او له بزګرانو سره پرې خبرې کوي.)

شي جین پینګ وايي: (( د چین کمونېست ګوند تېر سل کلن مزل په اسانۍ نه دی وهلی. دغه ګوند د خلکو لپاره جوړ شوی دی. خلک د هېواد دي او هېواد د خلکو دی. کمونېست ګوند د واکمنۍ لپاره مبارزه وکړه او د هېواد د ښې حکومتولۍ لپاره هڅې کوي، هدف يې څه دی؟ هدف يې د خلکو ملاتړ دی.))

د چين د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ ۱۵م پنځه کلن پلان کې د خلکو ګټو ته ډېر مهم ځای ورکړل شوی دی. په دغه پلان کې د پنځو برخو ۲۰ مهمې موخې ټاکل شوي، چې اوه موخې يې د خلکو په ژوند پسې تړاو لري او کارموندنه، عايدات، زده کړې، روغتيا او د ماشومانو او زړو کسانو طبي بيمې هم پکې شاملې دي.

۲۰۲۶م کال د ياد پلان پيلامه او د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو ۱۰۵مه کليزه ده.

شي جین پينګ د روان کال په جنورۍ کې د ولایتي مشرانو او چارواکو يوه روزنيز کورس ته په وينا کې له هغوی څخه وغوښتل، چې د سياسي لاسته راوړنو په اړه سمې پېژندنې ولري او عملي يې کړي، څو خلکو ته رښتينې رفاه جوړه او د خلکو له لوري تائيد شي.

((د دې لوی هېواد لپاره مسؤلیتونه ډېر درانه او دندې ډېرې سختې دي. زه به له ځانه تېر شم، خو د خلکو هيلې به مړاوې نه کړم. زه د بې ځانۍ حالت ته تيار يم او د چين د پرمختګ لپاره به ځان وقف کړم.))

د شي جین پینګ دا زړه راښکونکې خبرې د نوموړي صمیميت او صادقانه احساسات منعکسوي او هم پکې د خلکو د خدمت لپاره د یوې پیړۍ عمر لرونکي ګوند ژمنتيا ښکاري!

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In