د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د امریکا کانګرېس ته د خبرو پر مهال ویلي، چې روسیه پياوړې ده او پیاوړې روسیه ناټو ته یو خطر ده، خو دوی هڅه کوي له دغه هېواد سره ښې اړیکې ولري. د سټولټنبرګ په وینا ناټو هېڅ وخت دا هڅه نه کوي چې روسیه منزوي کړي خو له دغه هېواد سره یې د ښو اړیکو د جوړولو لپاره تل هڅه کړې ده. ده پر روسیه دا غږ هم کړی دی، چې د وسلو په برخه کې شته تړونونو ته ژمن پاتې شي او په دې توګه د نړیوال امنیت په تامین کې همکاري وکړي.





































