د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کانګرس نه غوښتنه کړې چې د کډوالۍ او امنیت په برخه کې د موجودې خلا پوره کولو لپاره جدي اقدامات وکړي ځکه چې هېواد یې له ملي بېړني حالت سره مخ دی. هغه پر خپل ټویټر لیکلي چې کانګرس باید دې مسالې ته جدي پام وکړي. ټرمپ دغه راز یو ځل بیا له مکسیکو سره د پولې تړلو ګواښ کړی دی. دا لومړی ځل نه دي چې ټرمپ د کډوالو د مخنیوي لپاره له مکسیکو سره د پولې تړلو خبرداری ورکوي، بلکې نوموړي د تېرې جمعې په ورځ هم ویلي و چې که د مکسیکو حکومت د غیرقانوني کډوالو د ودرولو لپاره ګامونه پورته نکړي نو خپله پوله به ورسره وتړي.





































