د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو این ایف پي اې) ویلي چې روغتیايي خدماتو او تخصصي پاملرنې ته د ښځو لاسرسی د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د روغتیا په ښه کېدو او د پرلهپسې امیندوارۍ له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو په کمېدو کې مهم رول لري. د دغه سازمان په تازه راپور کې ویل شوي چې په سیمهییزو مرکزونو کې روغتیايي خدمات او سلامشورې له ښځو سره مرسته کوي څو د امیندوارۍ ترمنځ د واټن په اړه پوهاوی ترلاسه کړي او د خپلې او کورنۍ د روغتیا لپاره غوره پرېکړې وکړي. ملګرو ملتونو زیاته کړې چې په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کمښت د ښځو فزیکي او رواني ستونزې زیاتوي، خو تخصصي مشورو او اړینو خدماتو ته لاسرسی کولی شي د دوی وضعیت ښه کړي. د وګړو صندوق ټینګار کړی چې د کورنۍ تنظیم، روغتیايي روزنه او ټولنیز ملاتړ د میندو او ماشومانو د روغتیايي خطرونو د کمولو له مهمو لارو څخه دي.





































