د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جون په ۱۸مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې هېواد يې د امريکا او ايران د هوکړې د لومړي پړاو هرکلی کوي او دا د وضعيت د ارامۍ او د اوربند د تداوم لپاره ګټور بولي او دغه راز هيله لري، چې اړوندې خواوې تړون ته ژمنې او وعدې پوره کړي.
لين جيان ويلي، چين هر وخت د جګړې د ختمېدو او د سولې د رامنځته کېدو لپاره هڅې کوي.
د چين دولت رئيس شي جين پینګ د منځني ختيځ د سولې او ثبات څلور فقره يیز وړاندیز کړی او د سيمې هېوادونو ملاتړ يې خپل کړی، چې د ګاونډيتوب، پرمختګ، امنيت او همکاريو پر اساس ګډ کور جوړ کړي.
د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي شاوخوا ۳۰ ځلې د اړوندو هېوادونو له چارواکو سره تليفوني خبرې او ليدنې کړي او ژوره همغږي يې ورسره کړې ده. دغه راز چين او پاکستان د خليج او منځني ختیځ د سولې او ثبات د عادي کېدو لپاره پنځه فقره يیز وړانديز هم کړی دی.




































