د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس جرمني او ترکیې ته له روسیې سره د معاملو پر سر خبرداری ورکړ. انقره یې بې پروا وبلله او برلین ته یې خبرداری ورکړ چې ښايي د روسیې برمته شي. پنس دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې داسې مهال وکړې چې ناټو د خپل تأسیس ۷۰مه کلیزه نمانځي. د امریکا مرستیال ولسمشر د ترکیې لخوا له روسیې هوایي مدافعې ضد توغندیو د پېرلو پر وړاندې د امریکا مخالفت په ډاګه کړ او ویې ویل انقره باید پریکړه وکړي چې د ناټو د یوه مهم شریک په توګه پاتې کېږي او په دې معاملې له دغه تړون د ایستل کېدو له خطر سره ځان مخ کوي.





































