د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د چون په ۱۷مې نېټې له خپل چيني سيال وانګ يي سره تليفوني خبرې کړې دي.
عباس عراقچي چيني سیال ته د ايران او امریکا د هوکړه لیک د لومړي پړاو معلومات ورکړي او په مذاکراتو او هوکړې کې د چين له مثبت رول یې مننه کړې ده.
وانګ يي د ايران او امریکا د هوکړې هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې هېواد يې د ايران له معقولو او حقه نظرونو او دغه راز د ملي حاکميت او امنيت له دفاع څخه ملاتړ کوي او د پاکستان او نړيوالې ټولنې له منځګړيتوب څخه حمايت کوي.
چين به له ايران سره د نظريو تبادلې او همغږي پیاوړې کړي، خپلمنځي اړيکې به ورسره ژورې او ټينګې کړي او د سيمه يیزې سولې او ثبات لپاره به خدمتونو ته دوام ورکړي.





































