د ۲۰۲۶م کال لو جيازوی فورم د جون په ۱۷مې نېټې د چين په شانګهای کې پر دې سرليک « د نړيوالې حکومتولۍ د نوښت په رڼا کې د پولي چارو پرمختګ او همکارۍ: نوی راتلونکی، نوې ننګونې او نوی فرصت» پرانيستل شو.
په دې فورم کې د چين د خلکو بانک مشر پان ګونګ شنګ، د چين د اسهامو د نظارت او ادارې ملي کمېټې رئيس وو چينګ، د چين د پولي چارو د نظارت او ادارې عمومي مشر دينګ شيانګ چون، د چين د خلکو بانک مرستال او د چين د بهرنيو اسعارو ادارې مشر جو هه شين يو شمېر نوې تګلارې او تدبيرونه، چې ډېر ژر به خپاره شي، اعلان کړي دي.





































