د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان (ايپېک) په سيمه کې د اقتصادي همکاريو تر ټولو د لوړې کچې او اغېزمن ميکانيزم بلل کېږي.
د ايپېک د صنعتي او سوداګريزو مشرانو چيني فورم د جون په ۲۱مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې پر دې سرليک ”ورخلاصون، اتصال او همغږي: د اسيا او ارام سمندر سيمې نښلول او د راتلونکي ګډه ابادي“ ترسره شو.
دغه فورم د ياد نړيوال سازمان د چيني کال له مهمو فعاليتونو څخه شمېرل کېږي.
د اسيا او ارام سمندر سياسي او صنعتي شخصيتونو په دغه فورم کې د ازادې سوداګرۍ، متقابل پيوستون او ډيجيټلي نوښت په شمول پر ځينو تودو موضوعاتو د نظريو ژورې تبادلې کړي او ګډو نظريو ته رسیدلي دي.
د اسيا او ارام سمندر سيمې نفوس د نړۍ يو پر درېيمه برخه نيسي او اقتصادي حجم يې د نړۍ په اقتصاد کې له ۶۰ سلنې زياته ونډه لري او سوداګريزه اندازه يې د نړۍ کابو نيمه برخه جوړوي. نو سیمې او نړۍ ته د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي چارو پرمختګ او کيفيت د پاملرنې وړ دی.
د چين د سوداګرۍ هڅوونکې ټولنې مشر ژن هونګ بين دغه فورم ته په وينا کې ويلي، د ايپېک غړي دې د سوداګرۍ نړيوال سازمان په محور د څواړخيزې سوداګرۍ سيسټم ټينګ او خوندي وساتي، له يواړخيزم او پروټېکشنيزم سره دې مخالفت وکړي، د ازادې سوداګرۍ او اسانې پانګونې بهير دې پرمخبوزي، لا زياتې ګډې ګټې دې ومومي، اقتصادي چارې دې پراخې کړي او د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختګ او سمسورتيا په پار دې ګډې هڅې وکړي.
په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د ازادې سوداګرۍ زونونه او د پیوستون شبکه د اقتصادي چارو د يووالي مهم بنسټ بلل کېږي.۲۰۲۶م کال په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د ازادې سوداګرۍ زونونو د جوړېدو پلان د اعلان له ۲۰مې کليزې سره برابر دی.
د ايپېک د نړيوال سکرتريت اجرائيوي مشر ايډواردو پېدروسا ياد فورم ته ويلي، چې د سيمې صنعتي او سوداګريزې ټولنې دې له موقع څخه په استفادې د خپلمنځي همکاريو پر اصلي هدفونو ټينګار ولري، د ورخلاصون ګډې نظريې دې راټولې کړي، د سيمه ييزو اقتصادي چارو د يووالي بهير دې چټک پرمخبوزي، د ايپېک لخوا د صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو د ثبات له ټينګولو دې ملاتړ وکړي او د نړيوال اقتصاد بيا عادي کېدو او پرمختګ ته دې قوي ملاتېر برابر کړي.
نوښتونه د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي پرمختګ خوځنده ځواک او د ايپېک په چوکاټ کې د صنعتي او سوداګريزو همکاريو اينجن بلل کېږي.
اوسمهال په نړۍ کې د نوي پړاو علمي او تخنيکي انقلاب او صنعتي اصلاحات چټک روان دي، په ځانګړي توګه د مصنوعي ځيرکتيا په شمول پرمختللې ټکنالوژۍ د چټک پرمختګ په حال کې دي او په نړۍ کې د مهمو سرچينو د تنظيم او د صنعتي پرمختګ په موډلونو کې يې سخت بدلونونه راوستلي او تر څنګ يې په سيمه کې مختلفو احتمالي صنعتي همکاريو ته بې شمېره فرصتونه هم برابر کړي دي.
په امريکا، کاناډا ا مکسيکو کې د فوټبال نړيوال جام د روانو لوبو له ۱۶ نړيوالو ملاتړ کوونکو څخه څلور یې د چين تصدۍ دي. برسېره پر دې، د چين ټي سي اېل شرکت د ارجنټاين، هسپانيې، جرمني او چېک د ملي لوبډلو د رسمي سوداګريز همکار په توګه ټاکل شوی دی. دا په نړيوالو سپورټي چارو کې د چيني برانډونو د سترې اغېزې ښکارندويي کوي.
د چين د ټي سي اېل شرکت بنسټ ايښودونکي او د بورډ مشر لي دونګ شنګ پر دې اند دی، چې د چين توليدي چارې له تېرو لسو کلونو راهيسې د ځيرک توليد، صنعتي انټرنېټ، ډيجيټلي اکمالاتي ځنځير او مصنوعي ځيرکتيا په شمول ځينو برخو کې ډېرې ښې روانې دي او چيني تصدۍ غني تجربې لري. د ده په خبره، د چين تصدۍ اړتيا او وړتيا لري، چې د اسيا او ارام سمندر د سيمې هېوادونو سره خپلې تجربې شريکې او په ګډه ورسره توليدي توان پياوړی کړي، څو ټوله سيمه ګډ پرمختګ ومومي.





































